د ۲۰۲۱ په اګست کې د واک ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو داسې پالیسي ګانی پلي کړې چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه يې جدي توګه محدود کړي. دوی په ډیرو کارونو کې ښځې او نجونې له منځنیو زدکړو او لوړو زدکړو څخه منع کړي دي. همدارنګه، طالبانو پراخ سانسور لګولی او خبریالان او فعالان یې بندیان او شکنجه کړي دي. له اسلامي دولت (داعش) سره تړلې ډلې د شیعه ګانو او نورو ډلو پر ضد بریدونه کړي، چې سلګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د افغانستان اقتصاد ونړید کله چی وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کی د امریکا، نړیوال بانک او نورو مرستندویانو له خوا بهرنی پراختیايي مرستی ودریدلی.  د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه زیات نفوس د خوارځواکۍ له زیاتېدونکو ناروغیو سره د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دی.

Afghanistan country page map
  • افغانستان
    202501asia afghanistan wr
  • Human Rights Council
    د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو په بشري حقونو باندې تر بل هر وخت ډیر سخت بندیزونه لګولي دي. د ښځو او نجونو حقونه په ځانګړي ډول اغیزمن شوي دي: هغوی د شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې او د کار ډیری ډولونو څخه منع شوي دي، او د سندرې ویلو، په لوړ غږ لوستلو، یا حتی د خپل د کورونو څخه بهر د هغوی د غږ د اوریدلو څخه منع شوي دي. د ال جي بي ټي کیو خلک (LGBTQ+) د خپل سري توقیف، زور زیاتي، شکنجې او نورو ناوړه چلند او غیرقانوني وژنو سره مخ دي. د طالبانو ځواکونو پخواني دولتي کارمندان، په ځانګړې توګه امنیتي افسران په صحرایی توګه (د محکمی حکم پرته) وژلي او په زوره یې نادرکه کړي دي. قومي او مذهبي اقلیتونه د ځورونې او تبعیض د پام وړ خطرونو سره مخ دي. خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، او لاریون کونکي، په ځانګړې توګه ښځې، د ځورونې، خپل سري توقیف او تاوتریخوالي سره مل غچ اخیستنې سره مخ دي. په عام محضر کې د اعدامونو، وهلو او د بدني سزا نور ډولونو په ګډون، طالبانو ظالمانه او غیر انساني سزاګانې وضع کړې دي. روان بشري بحران، چې د اقتصادي سقوط او د ښځو د مرستندویه کارمندانو باندې د طالبانو د بندیز سره یوځای شوی، چې د پراخې بې وزلۍ او د خوړو ناامنۍ لامل شوی دی. ښځې او نجونې د خپل د تګ راتګ د آزادۍ محدودیتونو سره مخ دي چې روغتیایی پاملرنې ته د دوی لاسرسی اغیزمنه کوي، چې په پایله کې د مثل د تولید (زیږون) حقونو او په عمومي ډول د روغتیا حق څخه په سیستماتیک ډول د سړغرړونې او تیریو لامل شوې ده.

راپورونه

نور راپورونه

خبرونه

Our people